د سپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې په لوړ قیمت وپلورل شوې

25 ثور 1396 ساعت 13:39

د افغانستان د کورني کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې د دوا طلبۍ له طریقه په لوړ قیمت وپلورل شوې.


د افغانستان د کورني کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې د دوا طلبۍ له طریقه په لوړ قیمت وپلورل شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د شپږیزه لیګ د پنځم پړاو سیالۍ ګډونکونکې لوبډلې دوا طلبۍ ته وړاندې کړې چې په خورا لوړ ارزښت د افغانستان د ملي او نړیوالو سوداګرو له لوري وپېرل شوې.
د کرکټ بورډ اداره وايي، د داوطلبۍ په مراسمو کې چې د کابل د سرینا هوتل د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، ګڼ شمیر ملي او نړیوالو شرکتونو لیوالتیا ښودلې وه چې له ډلې یې ۲۵ ملي او نړیوالو شرکتونو په غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل و ویل، د ویاړ ځای دی چې دا ځل ملي او نړیوال سوداګر په شپږیزه لیګ کرکټ کې پانګونه کوي.
د هغه په وینا شپږیزه به سږکال د نورو کلونو پرتله له ډیرو رونقونو او نوښتونو ډکه وي او دا ځل به د ملي او نړیوالو لوبغاړو تر څنګ نړیوال لوبڅاران او روزونکي هم له بهرنیو هېوادونو راوغواړي.
په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري و ویل، چې د کرکټ ملي لوبډله او د کرکټ اداره په نړیواله کچه او په کور دننه سترې او له ویاړه ډکې لاسته راوړنې لري.
نوموړي له ملي سوداګرو مننه وکړه چې د کرکټ بورډ او کرکټ ملي اتلانو د ملاتړ په پار د پانګونې لپاره سره یو ځای شوي دي.
له دې وروسته له نړیوال دود سره سم د شپږیزه کرکټ لیګ د لوبډلو دواطبلي پیل شوه، چې په پایله کې یې د شپږیزه کرکټ لیګ شپږ لوبډلې په خورا لوړ ارزښت وپیرل شوې.
په دغه داود طلبۍ کې د کابل بازانو لوبډله د جنرال پټرولیم شرکت لخوا د ۶۰۶۵۳۵۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۸۹۰۰۰ امریکایي ډالره دی، وپیرل شوه.
د سپین غر زمریانو لوبډله د مسلمیار ګروپ لخوا د ۴۷۰۲۳۵۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۶۹۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د بند امیر ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ لخوا د ۱۰۲۲۲۵۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د بوست ساتونکو لوبډله د عارف عظیم ګروپ لخوا د ۵۴۵۲۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د آمو نهنګانو لوبډله د المصافي شرکت لخوا د ۷۴۹۶۵۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۱۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د مس عینک اتلانو لوبډله د وزیرزي ګروپ لخوا د ۶۱۳۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۹۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د لوبډلو د امتیاز اخیستونکو شرکتونو ترمنځ د لوبډلو د امتیاز درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94431

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com