لغمان کې د۳ قوماندانو په ګډون ۸ وسله وال مخالفین وژل شوي

19 اسد 1396 ساعت 11:15

د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون د ۸ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون د ۸ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، برید تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په ماسمو سیمه کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په دغه سیمه کې د قوماندان شاه جهان او قوماندان تازه ګل په ۸ تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.
دی وایي، قوماندان شاه جهان چې د وسلوالو مخالفینو د یو بل مشهور قوماندان زر جان ورور او اصلا د دولت شاه ولسوالۍ د بومبي د سیمې اوسیدونکی دی.
د سرحدي په خبره شاه جهان نه یوازې په دولت شاه بلکې په الیشنګ او نورو سیمو کې یې هم په ډېره ورانکارو تروریستي جنایت کارانه فعالیتونو کې لاس درلود.
د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې دوی له یادې سیمې نورو سیمو ته د تګ په حال کې ول چې د بې پیلوټه طیارې له لوري په نښه او وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لغمان


کد مطلب: 97041

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com