۰

دنورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د نوم لیکنې یو مرکز هم نشته

شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
دنورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د نوم لیکنې یو مرکز هم نشته

د نورستان ولایت د ټاکنو چارواکي وایې په ټول نورستان کې یوازې ۶ د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستي دي او تر دې مهاله د دغه ولایت ۴ زره نارینه او ښځینه اوسیدونکي د رایې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي .
د یاد ولایت د چارواکو په وینا د ناامنیو او د لارې د بندیدا له امله د دغه ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې تر دې مهاله د نوم لیکني یو مرکز هم نه دی پرانیستل شوی .
د یاد ولایت د ټاکنو د ادارې مشر عبدالصمد ساجد وایې ؛ کامدیش ولسوالۍ ته ځمکنی لارې بندې دي او مونږ نه یو بریالي شوي چې خپل کارکوونکوي دغې ولسوالۍ ته ولیږدوو ؛
نوموړي وویل چې له امنیتي ارګانونو څخه مو کامدیش ولسوالۍ ته د خپلو کارکوونکو د لیږ د مرستې غوښتنه کړې خو تراوسه دوې له مونږ سره لازمه مرسته نه ده کړې .
دی ژمنه کوي که چیرې امنیتي ارګانونه له مونږ سره د کارکوونکو په لیږد کې مرسته وکړي نو ډیر زه به په یاده ولسوالۍ کې د نوم لیکني مرکزونه پرانیزي .
په ورته وخت کې د نورستان ولایت هغه ښځې چې په کلیو کې اوسیږي د ناامنیو له امله نشي کولای د ولسوالیو مرکزونو ته د نوم لیکنې لپاره لاړې شي .
د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست مشرې زاهدې فیضان د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د ونډې په اړه اندیښنه ښیې او د ټاکنو د کمیسون له ادارې غوښتنه کوي چې د نوم لیکنې بهیر له ولسوالیو څخه کلیو ته وغځول شي ترڅو ښځې په وشي کولای د رایې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي .
نومړې وایې چې په نورګرام ولسوالۍ کې د ښځو نوم لیکنه کم رنګه ده فیضان له امنیتي ارګانونو په دغه برخه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي .
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر عبدالله احمدزی څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د نوم لیکنې بهیر به کلیو ته وغځوو .
د دغه ولایت د امنیې قومندان عبدالکریم محمد یار بیا وایې چې د خلکو په ملاتړ مونږ له دغو ارګانونو سره هر ډول مرستې کړي او زمونږ امنیتي ارګانونه هرډول مرستو ته چمتو دي .
د یادولو وړده چې نورستان د افغانستان یو له نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې ډیرۍ لارې یې د طالبانو لخوا تړل شوي او اوسیدونکي یې نشي کولای په آسانۍ سره له یوې سمیې څخه بلې سیمې ته تګ راتګ وکړي .

نصیر احمد احمدي – جلال اباد
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین