شیخ رشید:

پاکستان باید امریکا له لاسه ورنکړي، پر روسیه زړه تړل نه دي په کار

13 سنبله 1396 ساعت 10:23

د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د ولسي جرګې غړی شیخ رشید وايي، پاکستان باید امریکا له لاسه ورنکړي او پر نورو هېوادونو زړه ونه تړي.


د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د ولسي جرګې غړی شیخ رشید وايي، پاکستان باید امریکا له لاسه ورنکړي او پر نورو هېوادونو زړه ونه تړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شیخ رشید دغه څرګندونې په یوه ۱۰ دقیقه يي ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې کړې دي.
شیخ رشید په دغه ویډیو کې د پاکستان ولسي جرګې ته وايي، چې له امریکا سره یې زور نه رسېږي او په کار ده، چې هېواد یې امریکا له لاسه ورنکړي.
رشید د خپل هېواد ولسي جرګې ته په خطاب کې وایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې چې په ترکیه کې انقلاب وشو د هغه هېواد حکومت خپل ۶۸۰ مخالف پیلوټان بندیان کړل او له پاکستان نه یې وغوښتل چې یوازې ۳ تنه د اېف ۱۶ الوتکو پیلوټان ورولېږي چې د هغوی نویو کسانو ته روزنه ورکړي خو امریکا ورته و ویل چې خبردار،‌ او هماغه وو چې پاکستان په خپل ځای کېناست.‌
نوموړي زیاته کړې، چې له امریکا سره باید د خبرو اترو لپاره پسې شا چینل پرانستل شي، ځکه په وینا یې له امریکا سره دښمني یوازې له امریکا سره نه، بلکې له ټولو هغو ۴۰ هېوادونو سره دښمني ده چې دا مهال په افغانستان کې پوځونه لري.‌
شیخ رشید د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په پاکستان کې د ګڼو غبرګونو په اړه وايي، چې د مولانا فضل الرحمان او نورو خبرې هسې احساسات دي او د امریکا په وړاندې هېڅ نشي کولی.‌
نوموړی د اتومي هېواد په توګه د پاکستان د ذکر په هکله وایي،‌ دا څه ډول اتومي ځواک دی چې واکمنان یې خپلې غلا کړې پیسې په بهرنیو بانکونو کې پټوي.
باید و ویل شي، چې د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ګڼو پاکستاني چارواکو، سیاسي او مذهبي ګوندونو دغه تګلاره وغندل او پر وړاندې یې توغند غبرګونونه ښکار کړل.
د ځینو له څرګندونو خو یې داسې ښکاري چې پاکستان دې نور د امریکا پر ځای له روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو سره یو بلاک جوړ کړي او امریکا ته دې په کلکه ځواب ورکړي.
د پاکستاني چارواکو او سیاسي ګوندونو له دغه ډول څرګندونو وړاندې هم داسې ښکارېده، چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په ترنګلي کېدو دغه هېواد چین او روسیې ته نور هم نېږدې شوی او ان تر دي، چې څو میاشتې وړاندې روسي جنرالانو پاکستان ته سفر درلود او له ډېورنډ فرضي کرښې سره نېږدې یې د پاکستاني چوڼیو څخه لیدنه وکړه.
خو شیخ رشید په دغه ویډیو کې د روسې او چین په اړه وايي«په روسانو زړه تړل نه دي په کار، چین په بلوچستان کې د اوبو په یوه پروژه کار شروع کړ، خو چې دوه کسان یې و وژل شول بیا څلور پنځه کاله پسې ورک شول او پروژه وځنډېده.»
د پاکستان دغه پخواني وزیر او د عوامي مسلم لیګ ډلې لارښود په پاکستان کې د ترهګرو په اړه ویلي، چې نور نو د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندل نه دي په کار.
که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار په خپله خاوره کې د ترهګرو شتون په کلکه رد کړی او خپل ځان یې د ترهګرۍ سره د مبارزې ریښتینی قرباني بللی.
خو شیخ رشید په خپلو خبرو کې ویلي، چې د نړۍ تر ټولو غټ ترهګر، په پاکستان کې راووت، د نړۍ ډېر ترهګران په پاکستان کې و وژل شول او د نړۍ په هره برخه کې چې هره ترهګریزه پېښه کېږي ریښې یې په پاکستان کې وي.‌
په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د شیخ رشید دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په خپله تګلاره کې وکړې او پاکستان یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دوه ګوني سیاست تورن کړ.
ټرامپ په خپلو خبرو کې و ویل، چې پاکستان له یوې خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې په خاطر له پاکستان څخه ملیاردونه ډالر تر لاسه کوي او له بلې خوا په خپله خاوره کې د امریکا دښمنان ساتي.
هغه و ویل، چې نور یې د پاکستان پر وړاندې د زغم کاسه ډکه شوې او که چېرته دغه هېواد د ترهګرو مرکزونه له منځه یو نه سي او پر وړاندې یې ریښتینې مبارزه ونه کړي، نو امریکا به لاسه ورکړي.
د ټرامپ تر خبرو څو ورځې وروسته د هغه د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم پاکستان وګواښه، چې که د ترهګرۍ پر وړاندې ریښتینې مبارزه ونه کړي او خپلې اوسنۍ تګلاره کې بدلون را نه ولي، نو ډېر څه به له لاسه ورکړي.
 
جمهورآژانس:کابل
 
 
 
 


کد مطلب: 97621

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97621/

جمهور
  https://www.jomhornews.com