۱
امریکايي چارواکي:

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زموږ خبرې تحریف کړې دي

دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۰
امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه په اسلام آباد کې د امریکا د سفیر خبرې د خپل هېواد په ګټه تحریف کړې دي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زموږ خبرې تحریف کړې دي
امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه په اسلام آباد کې د امریکا د سفیر خبرې د خپل هېواد په ګټه تحریف کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هال ورته ویلي، چې واشنګټن د افغانستان په ناامنۍ کې پاکستان ګرم نه بولي.
خو امریکايي چارواکي وايي، په اسلام اباد کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير ډيوېډ هال په خپلو څرګندونو کې هغه څه نه دي ويلي، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصرخان جنجوعه رسنيو ته ويلي دي.
امريکايي چارواکي زیاته کړې، چې سفير يې پاکستاني چارواکو ته دا خبره نه ده کړې چې ټرمپ د افغانستان په ناامنۍ کې پاکستان ګرم نه بولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې پر پاکستان له دې امله چې له يوې خوا له امريکا پیسې اخلي او له بلې خوا ترهګر تقويه کوي، توندې نيوکې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
 
 

 
 
 
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین