ننګرهار:

د یوه ښځینه جنګیالۍ په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي

7 سنبله 1396 ساعت 12:15

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځینه جنګیالۍ په ګدون د ۱۴ داعش وسله وال په هوايی بریدونو کې وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځینه جنګیالۍ په ګدون د ۱۴ داعش وسله وال په هوايی بریدونو کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتويو چې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند مرغۍ او سات خان په سیمو کې شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو ځواکونو الوتکې په دغه سیمه کې پر داعش وسله والو بمبار وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بمبار کې د یوې ښځینه جنګیالۍ په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د برید پر مهال ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 97517

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com