حکمت خلیل کرزی:دښمنان هڅه کوي افغانستان لا کمزوری کړي

30 اسد 1396 ساعت 9:04

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شوې او دښمنان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، چې نور یې هم کمزوری کړي.


د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شوې او دښمنان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي، چې نور یې هم کمزوری کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخلې حکمت خلیل کرزي دغه څرګندونې تېره ورځ په کندهار کې د خپل ورو حشمت خان خلیل کرزي په کور کې د نوموړي د درېیم تلین په مراسمو کې وکړې.
ښاغلي کرزي و ویل، چې اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ناامنۍ ډېرې شوې له بېلابېلو اړخونو د ملکي خلکو تلفات زیات شوي او افغان ځوانانو د خراب اقتصادي حالت له امله بهر ته د تېښتې لاره غوره کړې ده.
حکمت خلیل کرزي پر ولس غږ وکړ، چې د دښمنانو پر وړاندې سره یو موتی شي، ځکه په وینا یې دښمنان له هرې ممکنه لارې هڅه کوي، چې افغانستان نور هم کمزوری کړي.
باید و ویل شي، چې په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا، د زابل والي بسم الله افغانمل او د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل هم خبرې وکړې او په ټول هېواد کې د سولې او امن لپاره پر جدي کار او هڅو ټینګار وکړ.
دوی په خپلو خبرو کې و ویل، چې حشمت خلیل کرزي د سولې او امن لپاره هڅې کولې او په همدې لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یادولو ده چې حشمت خلیل کرزی درې کاله وړاندې د کوچني اختر په درېیمه ورځ په یوه ځانمرګي برید کې و وژل شو.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 97328

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com