په ترافیکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

29 اسد 1396 ساعت 15:40

چارواکي وايي، د کندهار- هرات پر لویه لار په فراه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، د کندهار- هرات پر لویه لار په فراه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پښه نن سهار د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په اړونده سیمه کې پر یاده لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د پولیسو آمر پېښه د دوه وړو موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې شپږ کسه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
جمهورآژانس:فراه


کد مطلب: 97315

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com