افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون غړی شو

25 اسد 1396 ساعت 10:29

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون غړیتوب تر لاسه کړ.


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون غړیتوب تر لاسه کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې دوی په تېرو دوو کلونو کې د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت په برخه کې د ځینو پروګرامونو په پلي کولو سره په دغه کمیسیون کې د غړیتوب معیارونه پوره کړي دي.
د لویو بندونو نړیوال کمیسیون یا (ICOLD) چې مرکز یې په پاریس کې دی د افغانستان غړیتوب تایید کړی دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظمي زیاته کړې، چې د دغه سازمان د غړو ترمنځ په خپلو کې د بندونو اړوند تخصصي چارو، تجربو او ټکنالوجۍ شریکول ډېر اغېزناک دي.
د اټکل شوو شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ میلیارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، خو ۸۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97203

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com