اروزګان کې چاودنې پنځو ښوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

24 اسد 1396 ساعت 14:48

په اروزګان ولایت کې په یوه امنیتي پوسته کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په اروزګان ولایت کې په یوه امنیتي پوسته کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه ښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه اته نیمي بجې د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د اختر په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي، د چورې ولسوالۍ اړوند پولیسو د لېسې ښوونکي او زده کوونکي د یوې پوستې جوړولو ته بېګار کړي و، چې په پوسته کې پرې ماین چاودلی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د زراغت د لېسې ښوونکی عبدالبصیر وژل شوی او څلور نور ښوونکي ټپیان شوي دي.
بارکزی وايي، د چورې ولسوالۍ پولیسو دا ښوونکي په زور د کار له پاره ځان سره بېولي و، چې په وینا یې دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د اروزګان د امنیت امر سمونیار عبدالقوي او د والي ویاند دوست محمد نایاب هم د یادې پېښې پخلی کړی خو وايي، په اړه یې جدي پلټنې رونې دي.
د والي د ویاند په خبره د دوی لومړني معلومات ښي، چې د اختر کلي د امنيتي پوستې مسئول نوې دنده پيل کړې او د کلي اوسېدونکي چې د ده کليوال دي او پوستې ته ورغلي او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97186

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com