۰
د دفاع وزارت سرپرست:

حکومت د داسې اردو د جوړولو هڅې پیل کړې، چې له فساده خالي وي

يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۶
د افغانستان سرپرست دفاع وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي وايي، افغان حکومت د یوې داسې اردو د جوړلو هڅې پیل کړې، چې له فساده خالي او اهل کسان پکې ګمارل شوي وي.
حکومت د داسې اردو د جوړولو هڅې پیل کړې، چې له فساده خالي وي
د افغانستان سرپرست دفاع وزیر تورن جنرال طارق شاه بهرامي وايي، افغان حکومت د یوې داسې اردو د جوړلو هڅې پیل کړې، چې له فساده خالي او اهل کسان پکې ګمارل شوي وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بهرامي دغه څرګندونې نن په کندهار ولایت کې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د ملي اردو سرتېرو ته وکړې.
د تورن جنرال طارق شاه بهرامي سره کندهار ته په دغه سفر کې د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزی هم ملګری دی.
بهرامي په ۲۰۵ اتل قول اردو کې يې د ملي اردو سرتېرو ته و ویل، چې حکومت په اردو کې بنسټیز بدلون او بنیادي کېدو ته ژمن دی.
د هغه په وینا د ملي یووالي حکومت د یوې داسې اردو جوړولو هڅې پیل کړي چې له فساده خالي وي او اهل کسان پکې ګمارل شوي وي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا غوښتنه د افغانانو تر څنګ د نړۍ د هغو هېوادونو ده چې د بروکسل په کنفرانس کې يې د مرستې ژمنه کړې ده .
د ملي دفاع سرپرست و ویل، د دې لپاره يې څلور کلن پلان جوړ کړی چي له مخې يې په پوځ کې ځانګړي ځواکونه دوه برابره کېږي او هوايي ځواک پياوړی کېږي.
هغه چې د امنیتي جاج اخیستلو په موخه کندهار ته سفر کړی و ویل، چې دا مهال د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې وسله والو مخالفینو جګړه پیل کړې، چې په ۹ ولایتونو کې خورا سخته جګړه ده.
دی زیاتوي، که څه هم وسله والو مخالفینو خپلو جګړو ته زور ورکړی، خو په وینا یې په هر ډګر کې د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا له دفاع وزیره وغوښتل، چې په ولایتونو کې د قول اردو صلاحیتونه زیات کړي تر څو هغوی د وسله والو مخالفینو پر ضد پر وخت ګام پورته کړي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین