۰
چارواکي:

هلمند کې موټر بم چاودنې ۱۷ طالبان وژلي

يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۲
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو په منځ کې د موټر بم چاودنې له امله ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې موټر بم چاودنې ۱۷ طالبان وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو په منځ کې د موټر بم چاودنې له امله ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چې پېښه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج سیمې د سور شاخ په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو په یوه ډاډسن ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي بارول چې پرې چاودلي دی.
ځواک وايي، په دغه چاودنه کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند زیاتوي، چې طالبانو غوښتل ياد موټر بم ته په دولتي تاسيساتو او د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړي، خو خپله پر دوی وچاودېد.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د فراه چارواکو هم خبر ورکړی و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو په منځ کې چاودنې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو طالبانو د هغې په اړه هم څه نه و ویلي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین