۰
نېکولسن:

ناټو او امريکا باید د افغانستان په جګړه کې بريا ترلاسه کړي

يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۶
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، ناټو او امريکا باید د افغانستان په جګړه کې بريا ترلاسه کړي، کنه ترهګر به غربي هېوادونو ته لار پیدا کړي.
ناټو او امريکا باید د افغانستان په جګړه کې بريا ترلاسه کړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، ناټو او امريکا باید د افغانستان په جګړه کې بريا ترلاسه کړي، کنه ترهګر به غربي هېوادونو ته لار پیدا کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د افغان او امریکایي پخوانیو معیوبو منسوبینو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې نړیوال او افغان ځواکونه وستایل او ویې
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې« د تروریزم پر وړاندې زموږ جګړه په نړیواله کچه یوه خورا مهمه جګړه ده، د جګړې د ماتې زیان له تصور بهر دی، موږ باید دا جګړه نه یوازې د دې هېواد د راتلوونکي لپاره بلکې د بشریت په خاطر وګټو.»
ویل، چې سلګونو زره افغانان نن بیدار شوي او د افغانستان خلکو، خپل حکومت او د نړیوالې ټولنې او زموږ د امنیت لپاره کارکوي.
ده و ویل، چې د افغانستان په جګړه کې ماتې په دې معنا ده چې ترهګر به غربي هېوادونو ته لاره پيدا او په دې هېوادونو کې به دا ډله پياوړې شي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې« د تروریزم پر وړاندې زموږ جګړه په نړیواله کچه یوه خورا مهمه جګړه ده، د جګړې د ماتې زیان له تصور بهر دی، موږ باید دا جګړه نه یوازې د دې هېواد د راتلوونکي لپاره بلکې د بشریت په خاطر وګټو.»
باید و ویل شي، دا غونډه د هغو شپږو امریکايي سرتېرو په مناسبت جوړې شوې وه، چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي وو او د درملنې وروسته بیرته دغه هیواد ته ستانه شوي دي.
غونډې ته هغه اوه افغان معیوب سرتېري هم وربلل شوي و، چې ټاکل شوې د کاناډا د تورنټو په ښار کې د "نه ماتېدونکو" لوبو په نوم په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین