۰

حنیف اتمر او مک ماسټر په یو لړ مهم موضوعاتو خبرې وکړې

شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرد امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر سره د ویډیو کنفرانس له لارې، د افغانستان او امریکا تر منځ د نظامي او ملکي مرستو پر پراختیا خبرې وکړې.
حنیف اتمر او مک ماسټر په یو لړ مهم موضوعاتو خبرې وکړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرد امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر سره د ویډیو کنفرانس له لارې، د افغانستان او امریکا تر منځ د نظامي او ملکي مرستو پر پراختیا خبرې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه خبرې تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغانستان د امنیت په اړه مفصل بحث درلود او د امنیت د ټینګښت له پاره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر څرنګوالي نظرونه تبدله کړل.
په خبرپانه کې راغلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي او ملکي مرستو پر بهبود او د بېړنیو اړتیا پر تشخیص او رسیدګۍ هم خبرې وشوې.
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان په ملکي او نظامي سکتورونو کې اصلاحات مهم و بلل، دواړه لوري په دې نظر و، چې له اداري فساد سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او سالم مدیریت په موخه په نظامي او ملکي سکتورونو کې د اړتیا وړ مثبتو اصلاحاتو راوستل هدف ته په رسیدو کې مرسته کولی شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر ویلي، چې چې د سیمه ییزو همکاري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو مرسته کولی شي، چې په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت په موخه د همکاریو لرلید پیاوړی او مستحکم کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو له برحقه مبارزې او هڅو څخه کلک ملاتړکوي.
د ویډیو کنفرانس له لارې په دې بحث کې پریو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین