د بشري حقونو کمېسیون وايي د میرزا اولنګ پېښه په قصدی توګه شوې

21 اسد 1396 ساعت 13:34

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې، پر ملکي خلکو قصدي او تنظیم شوی برید شوی دی.


په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې، پر ملکي خلکو قصدي او تنظیم شوی برید شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره زیاتوي، چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د اګست په پنځمه نېټه بشري ضد جنایت تر سره شوی دی او باید هر اړخیزه څېړنه یې وشي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئیس محمد موسی محمودي ویلي، چې د دوی یو پلاوی سیمي ته تللی و او د میرزا اولنګ له خلکو سره د خبرو پر اساس يې دا معلومات راغونډ کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په سیمه کې دغه جنایت د طالبانو او داعش وسله والو په ګډه کړی دی او د حملې مشري دوو ځايي قومندانانو ملا نادر او ملا غضنفر کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دغه پېښه کې له ۵۰ تر ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي خو تراوسه د ۴۳ تنو هویت څرګند شوی دی او په دې حمله کې اته تنه زخمیان شوي هم دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97082

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com