۰

د نواز شریف مېرمن د لومړي وزارت څوکۍ ته درېږي

شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۳
د پاکستان د لرې کړای شوي لومړي وزیر نواز شریف مېرمن، بیګم کلثوم نواز به د دغه هېواد د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره سیالۍ ته ودرېږي.
د نواز شریف مېرمن د لومړي وزارت څوکۍ ته درېږي
د پاکستان د لرې کړای شوي لومړي وزیر نواز شریف مېرمن، بیګم کلثوم نواز به د دغه هېواد د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره سیالۍ ته ودرېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسلم لیګ چارواکي وايي، په ټاکنو کې د ګډون لپاره د بیګم کلثوم نواز اسناد پرون په لاهور کې وسپارل شول.
باید و ویل شي، چې دغه ټاکنې به په راتلونکو ۴۵ ورځو کې تر سره شي.
د پاکستان سترې محکمې ددغه هېواد مخکینی لومړی وزیر نواز شریف له دې امله له دندې ګوښه کړ چې هغه پر پراخ فساد تورن شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین