فاریاب کې د هاوان لګېدو ۱۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

21 اسد 1396 ساعت 11:29

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ تورته عطا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توپان وايي امنیتي ځواکونو په جمجمه کلا سیمه کې پوسته جوړوله او وسله والو طالبانو یې مخنیوی کولوو چې نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د نښتې پر مهال دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیسته، خو تر اوسه دا نه معلومه، چې یاد مرمۍ د مخالفینو له خوا توغول شوې او که د امنیتي ځواکونو له خوا.
خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال عبدالحد ایلبیک ویلي، چې پېښه د ١٦ نمبر پوستې نه د دولتي ځواکونو د هاوان مرمۍ د توغولو په سبب رامنځ ته شوې، چې قربانیان یې ټول ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې د دولت اباد ولسوالۍ د کلينيک چارواکي وايي د لسو ماشومانو په ګډون د ١٣ کسانو مړي، چې دوې ښځې او يو نارينه په کې دي، وژل شوي او د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګدون څلور نور ژوبل شوي او کلينيک ته لېږدول شوي چې ټول سوځېدلي دي.
جمهورآژانس:فاریاب


کد مطلب: 97078

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com