۰
خوستیان:

له نظامه ملاتړ کو خو خپل هم ترې غواړو

شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۴
د خوست اوسېدونکي وايي، که څه هم حکومت دغه ولایت ته پاملرنه نه ده کړې، خو له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او خپل حق هم ترې غواړي.
له نظامه ملاتړ کو خو خپل هم ترې غواړو
د خوست اوسېدونکي وايي، که څه هم حکومت دغه ولایت ته پاملرنه نه ده کړې، خو له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او خپل حق هم ترې غواړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت ګڼ شمېر قومي مشران او مدني فعالان تېره ورځ په یوه غونده کې سره راټول شوي و، او له حکومته یې د خپل حق غوښتنه کوله.
د غونډې برخوالو ویل، چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې رایه ورکړې، خو حکومت دغه ولایت ته څومره چې اړینه ده پاملرنه نه ده کړې.
د خوست د ولایتي شورا غړي، نور شاه نوراني پر ولسمشر غږ وکړ، چې د دغه ولایت امنیت او ثبات ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې، حکومتي څوکۍ دې د شخصي سلیقو پر بنسټ نه وېشي، او خوستوالو ته دې په حکومت کې ونډه ورکړل شي.
دغه راز په غونده کې د خوست مدني فعالې کاملې اکبري و ویل، چې د ولس وجیبه دا ده، چې له خپل حکومت ملاتړ وکړي خو د حکومت وجیبه دا ده، چې د خپل ولس غږ واوري او امنیت یې ټینګ کړي.
د هغې په وینا، د ولس له ملاتړ پرته حکومت نشته او حکومت ته په کار ده، چې خپل ولس ته خدمت وکړي او د دوی ملاتړ خپل کړي.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین