هند او نړیوال بانک د کابل پر شاتوت اوبو بند پانګونه کوي

21 اسد 1396 ساعت 11:02

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، هند او نړیوال بانک لېوالتیا ښودلې ده، چې د کابل د شاتوت بند پر جوړولو پانګونه وکړي.


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، هند او نړیوال بانک لېوالتیا ښودلې ده، چې د کابل د شاتوت بند پر جوړولو پانګونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني ویلي، د شاتوت د بند ابتدايي سروې تېر کال تر سره شوې ده او اوس دوی له هند او نړیوال بانک سره د پانګونې پر موضوع خبرې کوي.
ښاغلي عثماني زیاته کړې، چې د شاتوت بند په جوړېدو سره به د کابل د نېږدې دوه میلیونه اوسېدونکو د پاکو اوبو د کموالي ستونزه حل کړي.
هند او نړیوال بانک په داسې وخت کې د کابل د شاتوت د اوبو بند پر جوړولو د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې د مهمو پروژو د عملي کولو لپاره بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.
باید و ویل شي، وړاندې تر دې هم هند د کابل پر سنید د ۱۲ بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې وه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97074

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com