ننګرهار کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي

21 اسد 1396 ساعت 10:59

سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هوايي بریدونه کړي او ۱۶ ولسي وګړي یې وژلي خو ناټو وايي، وژل شوي کسان وسله وال مخالفین و.


سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هوايي بریدونه کړي او ۱۶ ولسي وګړي یې وژلي خو ناټو وايي، وژل شوي کسان وسله وال مخالفین و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر ماښام د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي رسنیو ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوته الوتکې د ولسي وګړو یو پک اپ موټر په نښه کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي، چې ۸ تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ولسي وګړو پر موټر هوايي برید کړی او ۱۶ تنه یې په کې وژلي دي.
خو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي بمبار پخلی کوي، خو دا خبره یې رد کړې، چې ګڼې په دغه برید کې ولسي وګړي په نښه شوي.
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې وژل شوي ملکیان نه بلکې وسله وال جنګیالي و، چې د هوا نه څارل کېدل.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند باب پورټیمان ویلي، دغه وسله وال د هوا نه لیدل کیدل چې په موټرو کې یې وسلې بارولې.
هغه زیاته کړې، چې برید په هوار میدان شوی او د دې هېڅ امکان نشته چې پدې برید کې دې ملکي خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی وي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 97070

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com