۰

سرحدي پوليسو ننګرهار کې دوه موټره چاوېدونکي توکي نیولي

پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۲
په ختیځ کې د سرحدي ۳۰۱ لوا منسوبينو ننګرهار ولایت کې څلور تنه د چاوېدونکو توکو ډک دوه کرولا موټرو سره یو ځای نیولي دي.
سرحدي پوليسو ننګرهار کې دوه موټره چاوېدونکي توکي نیولي
په ختیځ کې د سرحدي ۳۰۱ لوا منسوبينو ننګرهار ولایت کې څلور تنه د چاوېدونکو توکو ډک دوه کرولا موټرو سره یو ځای نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیول شوي کسان او چاوېدونکي توکي نن د سرحدي پوليسو د ۳۰۱ لوا په مقر کې خبريالانو ته وښودل.
د دغې لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل، چې د ننګرهار ولايت اړوند په مومندرې ولسوالۍ کې د دغې لوا د شپږم کنډک منسوبينو د يو کشفي راپور پر بنسټ په دوو کرولا موټرو کې بار چاودېدونکي توکي نيولي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په نيول شويو چاودېدونکو توکو کې ۹۰۰۰ چاودېدونکې پټاقۍ او ۳۵۰۰ متره ثانيه سوز لينونه شامل دي، چې ټول د تخريبي اعمالو پرمهال په ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې استعمالېږي.
باید و ویل شي، چې څه موده وړاندې هم يادې لوا په يو بل اقدام کې د امونيم نايتريت په نوم هغه سره نيولې وه چې په چاودېدونکو توکو کې ترې ګټه اخېستل کېږي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین