۰
ټېلرسن:

د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره به تر هر اخیزې ارزونې وروسته اعلان شي

سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۳
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن وايي، د افغانستان او سيمې په اړه نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.
د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره به تر هر اخیزې ارزونې وروسته اعلان شي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن وايي، د افغانستان او سيمې په اړه نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټېلرسن اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان په اړه د تګلارې جوړونکي ډله د ټولې سیمې په اړه فکر کوي او په دې اړه تر اوسه د ملي امنیت شورا په دریو غوندو کې خبرې اترې شوې دي.
خبرپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، ولسمشر ټرمپ په دې اړه څو مهمې پوښتنې کړې چې بايد يې کړې واى؛ ځکه تر دې مخکې نورو مشرانو دا ډول پوښتنې نه وې کړې.
هغه زیاته کړې«ولسمشر چې د افغانستان او سيمې د تګلارې په اړه کومې پوښتنې کړې، موږ غواړو چې بشپړ او ښه ځوابونه يې ولرو چې د افغانستان او پاکستان راتلونکى بايد څه ډول وي.»
نوموړي د افغانستان په اړه د تګلارې اعلانولو د ځنډ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې دا تګلاره به د حالاتو له بشپړې اروزنې او بيا کتنې وروسته اعلان شي.
د هغه په وينا، دوى سياسي، ډيپلوماتيک او نظامي اړخونه څېړي او له هغه وروسته به وروستۍ پرېکړه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین