۰
پاکستان:

د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي

دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ستونزه د جګړې او د بهرنیو سرتېرو په ډېرولو سره نه حل کېږي.
د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ستونزه د جګړې او د بهرنیو سرتېرو په ډېرولو سره نه حل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې لوړ پوړې چارواکې تهمینه جنجوعه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړې استازې آلیس ولز سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړې استازې آلیس ولز پاکستان ته سفر کړی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د مسئلې په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې آلیس ولز ته مېمرن جنجوعه ویلي، چې پاکستان د افغانستان د مسئلې حل غواړي خو پر دې باور لري، چې د جګړو له لارې دغه ستونزه نه شي حل کېدلای.
جنجوعه زیاته کړې، چې امریکا دې پر خپل دې پلان له سره غور وکړي، چې له مخې غواړي افغانستان ته لا ډېر سرتېري ولېږي.
د هغې په خبره د افغانستان ستونزه باید د سولې او مذاکراتو له لارې حل شي او پاکستان په دې برخه کې مرستې ته تیار دی.
د سرچینې په وینا د سرتېرو ډېرول به لا ډېر تشدد او جګړو ته لمن و وهي.
پاکستان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تر ډیره د افغانستان په جګړو کې ښکېل دی او د دغه جګړې تجهیزاتي او مالي ملاتړ کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین