۰

طالبانو د سعودي سفارت پر څرګندونو غبرګون ښودلی

دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۳
وروسته له هغې چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت شارژدافیر طالبان یوه ترهګر او د حکومت ضد ډله وبلله، طالبانو د هغه پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
طالبانو د سعودي سفارت پر څرګندونو غبرګون ښودلی
وروسته له هغې چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت شارژدافیر طالبان یوه ترهګر او د حکومت ضد ډله وبلله، طالبانو د هغه پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت شارژدافير مشاري بن مزعل الحربي په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې طالبان ترهګر دي او د سعودي حکومت یې د یوې ترهګرې او حکومت ضد ډلې په توګه پېژني.
هغه دا هم ویلي و، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي چارو وتلی او د دې پر ځای د طالبانو له پاره د تمویل او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پر دفتر بدل شوی دی.
شارژدافیر زیاته کړې وه، چې په قطر کې د طالبانو دفتر ددې سبب شوی، چې دغه ډله تقویه شي او نورې مالي سرچینې پیدا کړي.
خو وسله والو طالبانو د سعودي سفارت پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان دې هڅه وکړي، چې د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د امریکایانو په وتلو کې خپل رول ادا کړي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې دوی برحقه دي او د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.
طالبانو ویلي، چې سعودي باید د یوه اسلامي هېواد په توګه د دوی د دریځ ملاتړ وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین