اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېوال وایي، که پاکستان او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په رښتینې بڼه سره یو ځای شي، نو د دنیا هېڅ ځواکمنه ترهګره ډله دلته فعالیت نه شي کولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زاخېلوال دغه څرګندونې له یوه پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د فعالیت له امله په افغانستان کې نورو ترهګرو ډلو هم د پښې ځای پیدا کړی دی.
نوموړي ویلي، چې طالبان لا هم د افغانستان حکومت او راتلونکې ته ستر ګواښ دی او د دغه ډلې د فعالیت له امله په هېواد کې نورو خطرناکو ترهرګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.
زاخېلوال زیاته کړې، چې که پاکستان او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په رښتینې بڼه سره یو ځای شي، نو ددنیا هېڅ ځواکمنه ترهګره ډله دلته فعالیت نه شي کولی.
نوموړي دا هم ویلي، چې د پاکستان او افغان چارواکو تر منځ دې د تورونو پر ځای راشه ورشه زیاته شي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.
د ده په خبره که دواړه خواوې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ځان ژمن وبولي دا پدېده په ډېر کم وخت کې ورکېدای شي.
افغان سفیر زیاتوي، چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په افغانستان کې نشته بلکې هلته یې یوازې واړه جنګیالي جګړه کوي او اصلي فرمانونه له بله ځایه ورته صادرېږي.
جمهورآژانس:کابل