ننګرهار کې ۸ داعشیان وژل شوي

5 اسد 1396 ساعت 14:25

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال داعش یو مهم پټنځای له منځه وړل شوي او ۸ داعشیان وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال داعش یو مهم پټنځای له منځه وړل شوي او ۸ داعشیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې برید تېره شپه د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ په سیمه کې شوی.
نوموړي وايي، هوايي ځواک په یاده سیمه کې د داعش پر یوه مهم پټنځای برید کړی، چې له امله یې ۸ داعشیان وژل شوي او یاد پټنځای هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
د هغه په وینا په برید کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 96663

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com