عثماني:

په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول طرحه به ژر عملي شي

5 اسد 1396 ساعت 8:54

د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وايي، په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول او ساتنې طرحه بشپړه او د عملي کېدو په حال کې ده.


د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وايي، په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول او ساتنې طرحه بشپړه او د عملي کېدو په حال کې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عثماني دغه څرګندونې تېره ورځ بلخ ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې رسنيو ته وکړې.
وزیر په دغه ولايت کې د چمتال او بلخ ولسواليو تر منځ په بنګاله سيمه کې د اوبو بند پرانيست او ویې ویل، چې د حکومت له خوا د اوبو ټولو وړو او سترو بندونو ته جدي پاملرنه کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه بند چې د اسيا پراختيايي بانک له خوا د ٩،٦ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو د بلخ او جوزجان ولايت ۹۳۵ زره جريبه ځمکه په اسانۍ سره خړوبولی شي.
هغه ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د بهېدونکي اوبو د کنټرول په تړاو وويل، چې په سرحدي سيمو کې د اوبو د کنټرول او کارونې ټولې نقطې پېژندل شوي دي.
دی وايي، هغه طرحه بشپړه او د عملي کېدو په حالت کې ده، چې له لارې به يې په کوردننه د اوبو تنظيم او بهر ته بهېدونکي اوبه کنټرولېږي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 96652

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com