ننګرهار کې ۲۳ داعشیان او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي

3 اسد 1396 ساعت 8:51

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د جګړې پر مهال د بهرنیو وسله والو په ګډون ۲۳ داعشیان او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د جګړې پر مهال د بهرنیو وسله والو په ګډون ۲۳ داعشیان او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره ورځ ماسپښین شاوخوا یوه بجه د هسکې مېنې ولسوالۍ ګاګرې او کمپ پاپين سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه مخامخ نښته کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي او دوه ژوندي نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د جګړې پر مهال هوايي بریدونه هم شوي او په وژل شویو داعشیانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.
خوږ یاڼي دا هم و ویل، چې په دغه نېښته کې دوه افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي او دغه راز د یوه سرحدي پولیس په ګډون د ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یادې ولسوالۍ مريز کنډو سيمه کې پر داعش وسله والو د فاتحې په مراسمو کې هوايي، برید شوی وو چې په کې ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
چارواکو ویل، چې په دغه هوايي برید کې یې د دریو قوماندانانو په ګډون ۲۵ داعشیان وژل شوي خو د سیمې خلکو ویل، چې په دې برید کې ۱۸ تنو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورآژانس: ننګرهار


کد مطلب: 96583

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com