کندهار کې ۵۱ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

1 اسد 1396 ساعت 14:06

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په نښتو کې له دواړو لورو ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په نښتو کې له دواړو لورو ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه نښتې تېره شپه د کندهار ولایت په نېش او میوند ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، په نېش ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په یو شمېر پوستو بریدونه وکړل، چې تر سهاره جګړې دوام درلوداو د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، خو د پولیسو په ځوابیه برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې ځانګړو افغان ځواکونو په میوند ولسوالۍ کې د میوندي په نوم د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۵ وسله وال وژلي او د قاري په نوم د هغوی یو بل قوماندان یې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولی دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 96523

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com