پکتیکا کې د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

1 اسد 1396 ساعت 9:44

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.


د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د یاد کانال او سربند د جوړېدو چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د ارګون ولسوالۍ د خواجه سنګ په سیمه کې د یاد سربند او کانال په جوړېدو سره به د سیمې شاوخوا زر جریبه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلی وحدت زیاته کړه، چې د کانال او سربند په جوړېدو سره به د څښاک اوبه هم تر ډېره مهار شي چې دا مهال ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
هغه و ویل، چې د اوبو تنظیم د دولت په لومړیتونو کې دی او په وینا یې دې کار ته په پکتیکا کې هم د پام وړ کارونه روان دي.
جمهورآژانس:پکتیکا


کد مطلب: 96509

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com