هلمند کې څلور پولیس وژل شوي دي

1 اسد 1396 ساعت 8:55

امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې ۶ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې ۶ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند د بولان او بشران په سیمه کې شوې ده.
د پولیسو یوې سرچینې ویلي، چې په دې بريد کې د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو يو افسر شيرعلي خاکسار په ګډون څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي او دوه ټپيان دي.
په ورته وخت کې د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی هم وايي، چې د بولان په سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې د امنیه قوماندانۍ د یوه افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وايي د پېښې د څېړنو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 96507

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com