>> جمهور - امریکا، پاکستان ته د پوځي لګښتونو غوښتل شوې پیسې نه ورکوي - نسخه قابل چاپ

امریکا، پاکستان ته د پوځي لګښتونو غوښتل شوې پیسې نه ورکوي

31 سرطان 1396 ساعت 8:51

رویټرز خبري آژانس د امریکا دفاع وزارت په حواله وايي، پاکستان ته، د غوښتل شویو پوځي لګښتونو پیسې نه ورکوي.


رویټرز خبري آژانس د امریکا دفاع وزارت په حواله وايي، پاکستان ته، د غوښتل شویو پوځي لګښتونو پیسې نه ورکوي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې رویټرز ویلي، دا پرېکړه کانګرس ته د دفاع وزیر جیمز ماتیس له دې وینا وروسته شوې چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف ډېر څه نه دي کړي.
سرچینې د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون د یوه ویاند آدم سټمپ له قوله وايي، اوس مهال پاکستان ته دغه پیسې نه شي ورکول کېدای، ځکه وزیر ماتیس تایید نه کړه چې اسلام آباد دې د حقاني شبکې خلاف اړین ګامونه پورته کړي وي.
پرېکړه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ځکه سخت کړی چې غواړي دغه هېواد پر ګاونډي افغانستان د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي.
دا لومړی ځل نه دی چې پنتاګن د پاکستان د پوځي لګښت پیسې نه ورکوي، بلکې تېر کال هم پنټاګون د پاکستان د پوځي لګښت ۳۰۰ میلیون ډالر ترې ستانه کړل.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 96470

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com