هلمند کې د هاموې ټانکونو په وسیله ډلیز ځانمرګي بریدونه شوی

29 سرطان 1396 ساعت 10:53

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د هاموي ټانکونو څخه په ګټې اخیستنې سره ځانمرګی برید کړی، چې له امله یې پنځه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې د هاموي ټانکونو څخه په ګټې اخیستنې سره ځانمرګی برید کړی، چې له امله یې پنځه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ده آدم خان او پاشک سمو ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، وسله والو مخالفينو د ده آدم خان او اوپاشک سيمو امنيتي کمربندونو ته څېرمه په انفجاري توکو بار دوه هاموې ټانګونو ته چاودنې ورکړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنو کې دوه د ملي اردو او درې ملي پولیس سرتېري سطحي ژوبل شوي او درېیم موټر بم د پولیسو تر پېژندلو وروسته هدف ګرځول شوی او له منځه وړل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اوس مهال د ګرشک ولسوالۍ ده آدم خان، پارچاو او اوپاشک سيمو کې امنيتي او دفاعي ځواکونه د مخالفينو سره په نښته بوخت دي، چې د هوايي ځواکونو له لوري يې بشپړ ملاتړ کېږي.
د چارواکو په خبره په سيمو کې وضعيت د ځمکنيو او هوايي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی، چې د مخالفينو د ځپلو او له سيمو د پر شا کېدو تر وخت پورې به پرې بريدونه دوام ولري.
خو ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۸ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 96433

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com