برېتانوی پوځي:

د خپلو اطلاعاتو پر کمزورتیا باوري وو، خو بیا مو هم افغانان په نښه کول

29 سرطان 1396 ساعت 10:16

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه غړي مایک مارتین ویلي، په داسې حال کې، چې دوی د خپلو اطلاعاتو پر کمزورتیا باوري وو، خو بیا یې هم پر ملکي افغانانو بریدونه کول او وژل یې.


د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه غړي مایک مارتین ویلي، په داسې حال کې، چې دوی د خپلو اطلاعاتو پر کمزورتیا باوري وو، خو بیا یې هم پر ملکي افغانانو بریدونه کول او وژل یې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مایک مارتین چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی، دغه څرګندونې له اي. بي. سي نیوز سره خبرو کې کړې دي.
نوموړي دغه رسنۍ ته زیاته کړې« موږ ته به کمزوري اطلاعات راتلل او تر ډېره یې د دقت په اړه شکمن وو، خو بیا مو هم شپني عملیات کول او خلک مو په نښه کول او وژل مو»
هغه دا هم ویلي، چې له ځان سره به یې اضافي وسلې ګرځولې او د ملکیانو تر وژلو وروسته به یې د هغوی له جسدونو سره اېښودې او انځورونه به یې ورسره اخیستل.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، برېتانوي، چارواکو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جرمونو څېړنه درولې ده.
د یادې ادارې یوه څېړونکې پاتریشیا ګاسمن څو ورځې وړاندې ویلي،، برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې بشري جنایتونه تر سره کړي دي چې باید څېړل شوي وای.
پر بشري حقونو د څار نړیواله اداره زیاته کړې، برېتانیا په تېر ۲۰۱۶ کال کې ویلي و، چې د خپلو سرتېرو د جرمونو څېړنه به کوي او دا کار به تر ۲۰۲۱ ز کال پورې دوام کوي.
خو زیاتوي، چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه دغه څېړنه درول شوې او په وینا یې د برېتانیا سلطنتي پولیسو د دغه چارې مخه نیولې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 96430

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com