په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ولسي وګړي وژل شوي

27 سرطان 1396 ساعت 8:16

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۲۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۲۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما په خپل تازه رپوټ کې چې تيره ور[ دوشنبې د چنګاښ ۲۶ خپور شوی ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۶۶۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچی یاماموتو ویلي "په افغانستان کې د دې بدرنګې جګړې بیه، چې د ژوند له لاسه وتل، ویجاړي او پراخ زغم په کې راځي، ډیره لوړه ده. له تبعیض پرته، په نامناسبه او غیرقانوني توګه د فشاري تعبیه شوو چاودیونکو توکو د کارولو دوام، په ځانګړې توګه ویروونکې ده او باید ژر تر ژره ودرول شي."
په دې راپور کې د ۶۷ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچول شوې او وايي، د دولت ضد وسله ‌والو د بریدونو پر مهال ۱۱۴۱ ملکیان وژل شوي او ۲۳۴۷ نور ټپیان شوي، چې له دغې شمیرې د ۴۳ فیصده مسولیت د وسله‌والو طالبانو، ۵ فیصده د داعش ډلې او پاتې برخه د ناپيژندو بریدګرو په غاړه اچول شوی دی.
یوناما دغه راز، د ۳۲۷ ملکي افغانانو د وژل کیدو او ۶۱۸ نورو د ټپي کیدو مسؤلیت د افغانستان د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې دا شمیره د تیر عیسوي کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ فیصده کموالی ښيي.
سرچینه وایي، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۹۵ کسه ملکيان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپيان شوي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو بریدونو له امله د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي افغانانو په مرګ‌ژوبله کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
یوناما په دې راپور کې له افغان حکومت او وسله والو مخالفینو غوښتي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره، د جګړې منل شوي نړیوال قوانین رعایت کړي او په قصدي توګه د ملکيانو پر استوګن‌ځایونو کې د چاودنو او بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 96351

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com