استرالیايي ځواکونو افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي

25 سرطان 1396 ساعت 15:16

د استرالیا رسنۍ وايي، د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د بشر له حقونو سرغړونه کړې او د جګړې په ډګر کې یې ملکي وګړي وژلي دي.


د استرالیا رسنۍ وايي، د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د بشر له حقونو سرغړونه کړې او د جګړې په ډګر کې یې ملکي وګړي وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا (اې بي سي) ټلويزيون داسې اسناد تر لاسه کړي، چې ښيي د یاد هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي.
دغه رسنۍ زیاته کړې، چې اوس د استرالیا دفاع وزات د ځانګړي ځواکونو پر هغو اسنادو کار کوي، چې په افغانستان کې یې د ماشومانو په ګډون ډير شمیر بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ د استرالیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د شپنیو عملیاتو پر مهال په یوه کور کې ۶ ماشومان په ډزو سره وژلي دي.
د وسله والو طالبانو مړو ته سپکاوی بله سرغړونه ده چې یادو سرتېرو کړې او د سرچینې په وینا د ملي وګړو وژنه د بشر له حقونو سره په ټکر کې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 96303

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/96303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com