برېتانیا افغانستان ته د ۱۰۰ نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ

8 سرطان 1396 ساعت 14:11

د برېتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت ته د سلو نورو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ.


د برېتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت ته د سلو نورو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مایکل فالون (Michael Fallon) دغه څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې خبریالانو ته وکړې.
نوموړي و ویل، چې هېواد یې افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې خپلو همکاریو ژمن ته دی او ادامه به ورکوي.
فالون وايي، افغانستان ته ۱۰۰ نور نوي لېږل کېدونکي سرتېري به د ناټو په غیر جنګي ماموریت کې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.
هغه د افغان ځواکونو د وړتیاوو ستاینه وکړه او ویې ویل، له کله راهیسې چې دوی د امنیتي چارو مسوولیتونه اخیستي ، د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د یادونې ده، برېتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري، چې د ناټو دروزنې په ماموریت کې فعالیت کوي.
برېتانیا دغه اعلان پر داسې مهال کړی، چې د ناټو مشر نن د یادې سازمان تر غونډې وړاندې په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې ۱۵ هېوادونو افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو چمتوالي ښودلی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95844

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com