المان افغان پناه غوښتونکو ته د وېزې ورکول بند کړي

7 سرطان 1396 ساعت 13:28

د المان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی په کابل کې د وروستي خونړي برید له امله د افغان پناه غوښتونکو کورنیو له پاره د وېزې ورکولو امکانات نه لري.


د المان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی په کابل کې د وروستي خونړي برید له امله د افغان پناه غوښتونکو کورنیو له پاره د وېزې ورکولو امکانات نه لري.
د جمهور آژانس د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپانه کې د المان د بهرنیو چارو وزارت د دولت سکرټر میشایل روټ له قوله ویل شوي، چې د دوی سفارت ته په کابل کې د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې د ویزو ورکولو غوښتني شوې، چې زیاتره یې د هغو کسانو د کورنیو دي، چې په یاد هیواد کې قبول شوي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت اوس په دې لټه کې دی، چې آيا د افغانستان په ګاونډي هیوادونو کې، د یاد هیواد په سفارت کې د افغان پناه غوښتونکو د کورنیو لپاره ویزي ورکول امکان لري او که نه.
د یادولو وړ ده، چې د المان سفارت یوازي په کابل کې د ویزي ورکولو اجازه لري، په نورو قونسلګریو کې اجازه نه لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95812

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com