د خوګیاڼو قومي مشران:

د داعش پر وړاندې ولسي پاڅون کوو، خو خپلسرې ملېشې نه منو

3 سرطان 1396 ساعت 10:46

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران وايي، که اړتیا شوه د دغه پر وړاندې به ولسي پاڅون وکړي، خو په وینا یې د ځینو کسانو له خوا په خپلو سیمو کې د خپل سرو ملېشو جوړول ورته د منلو نه دي.


د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران وايي، که اړتیا شوه د دغه پر وړاندې به ولسي پاڅون وکړي، خو په وینا یې د ځینو کسانو له خوا په خپلو سیمو کې د خپل سرو ملېشو جوړول ورته د منلو نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوږیاڼو د قومونو مشرانو تېره ورځ د یوې غوندې پر مهال و ویل، چې که يې حکومت د امنيت غم ونه خوري، نو دوی به داعش ضد ولسي پاڅون وکړي.
خو په ورته وخت کې یې دا خبردارۍ هم ورکړ، چې په خپلو سيمو کې خپلسرې ملېشې نه مني او هېڅوک دې هلته د پروژو په خاطر ملېشه سازي نه کوي.
د اجرايه رياست سلاکار او د خوږياڼو قومي مشر محمد امان خيري وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د وروستيو نښتو پرمهال ورته د امنیتي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي، خو هلته د نورو خلکو لاسوهنه او ملېشه سازي نه شي منلی.
نوموړي زیاته کړې، چې که دولت د خوږياڼو قومونو لپاره امنيت تامين نه کړي، نو دوی به د داعش پر ضد ولسي پاڅون وکړي او خپلې سيمې وساتي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي اداره وايي، چې پچيراګام ولسوالۍ کې لا هم د داعش ځپلو په موخه عمليات روان دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وايي، دوی په خپل ټول قوت او توان هلته عمليات پيل کړي او ډېر ژر به د يادې ولسوالۍ ټولې سيمې ونیول شي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 95744

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com