د پاکستان حکومتي سرچیني وايي ډېورنډ کرښې ته څېرمه پاړه چنار کې غبرګو چاودنو کې ۱۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن شوې او حکومتی سرچینې زیاتوي، چې تر اوسه په کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د پېښې قربانیان کرمې کې تر ټولو نژدې روغتونو ته لېږدول شوي او بيړنی حالت اعلان شوی.
دغه چاودنې پر داسې مهال رامنځ ته شوې چې خلک د اختر له پاره د توکو په پېرلو بوخت وو.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلی خان پېښه غندلې او له قربانیانو سره یې غمشریکي څرګنده کړې ده.
باید و ویل شي، چې تېره ورځ سهار د بلوچستان به مرکزي ښار کوټه کې هم چاودنه وشوه چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.
ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه برید هدف د بلوچستان پولیسو د مشر دفتر و، چې پر ورسره څېرمه څلورلاره شوی.
جمهورآژانس:کابل