امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورساوه

3 سرطان 1396 ساعت 10:13

لوېدیځې رسنۍ وايي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره نور د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکلو ماموریت ته د پای ټکی اېږدي.


لوېدیځې رسنۍ وايي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره نور د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکلو ماموریت ته د پای ټکی اېږدي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې والستریت ژورنال په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي لارل مېلر ماموریت پای ته رسېدلی دی.
خو د سرچینې په وینا د ټرمپ اداره د نوموړي ځای ناستی نه ټاکي او په دې توګه دغه ماموریت ته د پای ټکی اېږدي.
باید و ویل شي، چې په دې سره به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ماموریت پای ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د نظامي ماموریت د غځولو هڅه کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95740

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com