د ټرمپ زوم او سلاکار په یوه ناڅاپي سفر اسرائیلو ته تللی دی

1 سرطان 1396 ساعت 10:04

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زمو او سلاکار جراد کوشنر په یوه ناڅاپي سفر اسرائیلو ته تللی چې په اړه یې یو شمېر پوښتنې راولاړې شوي دي.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زمو او سلاکار جراد کوشنر په یوه ناڅاپي سفر اسرائیلو ته تللی چې په اړه یې یو شمېر پوښتنې راولاړې شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، د کوشنر د سفر موخه د فلسطين او اسرائيلو تر منځ مذاکرات دي.
د سرچینو په وینا ټاکل شوي، چې کوشنر به په بيت المقدس کې د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره تر کتنې وروسته فلسطين ته لاړ شي او هلته د فلسطين د ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري.
په ورته وخت کې د سپينې ماڼۍ چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د فلسطين او اسرائيلو تر مينځ د ستونزو بنسټيز او دوامدار هواری د ټرمپ کاري لومړيتوب دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې ټرمپ هم څه موده وړاندې منځني ختيځ ته د سفر پر مهال په دې اړه د اسرائيلو او فلسطين له چارواکو سره خبرې کړې وې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95687

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95687/

جمهور
  https://www.jomhornews.com