د افغانستان پوځ ته د بلک هاک چورلکو د ترميم چارې پيل شوې

1 سرطان 1396 ساعت 9:37

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یا پنتاګون وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د درې پنځوس بلک هاک UH-۶۰ چورلکو د ترمیمولو کار پیل شوي دي.


د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یا پنتاګون وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د درې پنځوس بلک هاک UH-۶۰ چورلکو د ترمیمولو کار پیل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پنتاګون په یوه نوې راپور کې لیکلي، په پام کې ده چې تر ۲۰۲۳ زيږديز کال پورې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر دوه برابره شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د افغان ځواکونو لپاره د شپږو نويو A-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او د AC-۲۰۸ سپکو جنګي الوتکو د اخیستلو لپاره هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل مخکې ویلي وو، چې د امریکا حکومت په پام کې لري افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-۶۰ یا بلک هاک چورلکې ورکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95684

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com