د تورې بوړې په عملیاتو کې ۶۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

31 جوزا 1396 ساعت 15:06

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په توره بوړه سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۶۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په توره بوړه سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۶۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیر و ویل، په دې عملیاتو کې ۴۴ داعشیان وژل شوي، ۲۲ ټپیان او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، توره بوړه په سیمه کې جنګیدونکي داعشیان ټول بهرني په ځآنګړي ډول پاکستاني، ازبکي او چيچينايان دي.
د ښاغلي منګل په خبره دغه داعشیان د پاړه چینار او صدې له لارې تورې بوړې سلیمان خیلو سیمې ته داخل شوې وو، چې د امنیتي قواو په قوي عملیاتو سره دوی لمنځه یوړل شول.
په ورته وخت د ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي، داعش او نورو وسله والو مخالفینو ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو او په ځانګړي ډول پچیراګام ولسوالی کې پټنځایونه او ځالې جوړې کړي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 95667

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com