هلمند کې ماین چاودنې شپږ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

31 جوزا 1396 ساعت 12:40

سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې شپږ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې شپږ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په سیمه کې د کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پولیس په یاده سیمه کې پر ګزمه بوخت و، چې پر موتر یې د سړک د غاړې خښ شوی ماین چاودلی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د يادې ولسوالۍ د شاهراه قوماندان جمعه خان دوستیار په ګډون څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خو په ورته وخت کې د یاد ولایت ځینې امنیتی سرچینې وایي، په چاودنه کې شپږ پولیس وژل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس:هلمند


کد مطلب: 95662

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95662/

جمهور
  https://www.jomhornews.com