پنټاګون:

حقاني شبکه او طالبان په پاکستان کې له خپلو امن پټنځایونو ګټه پورته کوي

31 جوزا 1396 ساعت 9:17

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، وسله وال طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې له خپلو امنو پټنځایونو په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې بریدونه کوي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، وسله وال طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې له خپلو امنو پټنځایونو په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې بریدونه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګونو دغه څرګندونې په خپل یوه راپور کې چې د امریکا کانګرس ته لېږلې کړې او لیکلي یې دي، چې دغه چاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې نورې هم ترينګلې کولی شي.
په راپور کې ډېر ټينګار پر دې شوی چې په سیمه کې د ستونزې د حل اصلي لار پر پاکستان فشار راوړل دي.
پنتاګون ویلي، په افغانستان کې روانه جګړه په پاکستان کې د ترهګرو له امنو پټنځایونو رهبري کېږي چې باید دا لړۍ ودرول شي.
دغه راز په دې راپور کې چې د افغانستان د جګړې او راتلونکو پلانونو په اړه دی راغلي، چې ټرمپ له کانګرس غوښتي څو له افغانستان ځواکونو سره د ۴،۲۵ میلیاردو ډالرو مرسته ۴،۹۳۷ میلیاردو ته لوړه کړي.
په راپور کې همدا راز راغلي، چې طالبان یواځې پر ۱۱ سلنه افغانانو نفوذ لري او ۶۵ سلنه خلک د حکومت تر چتر لاندې ژوند کوي.
پنټاګون په دې راپور کې د افغان ځواکونو مبارزې او قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې دغه ځواکونه له سختې مرحلې راتېرېږي.
دغه راپور همدا راز وايي، افغانستان د سرتېرو د لېږلو واک پنټاګون ته سپارل شوی او په دې اړه به اړین اقدام تر سره شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95654

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com