د سعودي عربستان ولیعهد له دندې ګوښه او پر ځای یې د پاچا زوی ټاکل شوی

31 جوزا 1396 ساعت 9:05

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ځینې پرېکړې کړې، چې له مخې یې ولیعهد له دندې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان ټاکلی دی.


د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان ځینې پرېکړې کړې، چې له مخې یې ولیعهد له دندې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس (واس) خبر ورکړ، چې پاچا سلمان د( بیعت له کمیسون) سره له سلا او مشورو وروسته ځینې مهمې پریکړې کړې دي.
په خبر کې ویل شوي، چې پاچا سلمان، امیر محمد بن نایف د سعودي عربستان له ولیعهدۍ، وزیرانو شورا له مرستیالۍ او کورنیو چارو وزارت څخه لرې او پر ځای یې امیر محمدبن سلمان به له دی وروسته د سعودي عربستان ولیعهد، د وزیرانو شورا مرستیال او دفاع وزیر ټاکلی دی.
دغه راز سعودي پاچا عبدالعزیز بن سعود د کورنیو چارو د وزیر او عبدالرحمن الربیعان د خپل ځانګړي سلاکار په توګه ټاکلی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95653

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com