پکتیا کې طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

30 جوزا 1396 ساعت 13:04

امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د پکتیا ولایت د ځاځی اریوب ولسوالۍ د سکندر خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې طالبانو په سکندرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې ډلیز برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې جګړه د شپې له دوه بجو پیل او تر سهار پورې یې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۳ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړي و ویل، چې په نښته کې یو افغان سرحدي پولیس او دوه ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.
تبسم وايي، په جګړه کې د ځینو وژل شویو طالبانو مړي لا هم د جګړې په دګر پاتې دي.
خو تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:پکتیا


کد مطلب: 95633

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com