جنرال پتریوس:

ښايي افغانستان کې د امریکا ماموریت له کلونو لسیزو ته واوړي

27 جوزا 1396 ساعت 11:10

د امریکا یو پخوانی لوړ پوړی پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس وايي، امریکا په افغانستان کې خپلې موخې لري او د دغه موخو تر لاسه کولو له پاره یې ښايي ماموریت له کلونو لسیزو ته واوړي.


د امریکا یو پخوانی لوړ پوړی پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس وايي، امریکا په افغانستان کې خپلې موخې لري او د دغه موخو تر لاسه کولو له پاره یې ښايي ماموریت له کلونو لسیزو ته واوړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پټریوس پي. بي. ایس سره په مرکه کړې او ویلي یې دي، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو ګټو او موخو له پاره پاتې شي.
د هغه په وینا د دې ګټو د خوندي کولو له پاره اړینه ده، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره لا ډېر کړي، خو دغه ګټې او موخې یې په ګوته نه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکا هلته د سیمې د امنیت لپاره ځانګړی پلان لري او باید د ترهګرو جرړې له منځه یوسي او دا راز د ټرمپ کابینه د افغانستان په اړه پر یوه ستراتيژي کار کوي او هیله لري چې دغه ستراتيژي بریالۍ وي.
جنرال پټریوس ویلي«امریکا په افغانستان کې اوږد مهاله پلانونه لري او هلته به امریکايي ماموریت زر پای ته نه ورسېږي. دده په وینا ښايي له کلونو دغه ماموریت لسیزو ته واوړي.»
نوموړي پر داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د زیاتېدو او د اوږد مهال له پاره د پاتې کېدو څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د سرتېرو په اړه پرېکړه دفاع وزیر جنرال جمیز متیس ته ورکړې او هغه هم پرېکړه کړې، چې افغانستان ته څلور زره نور سرتېري هم واستوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 95521

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/95521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com