استرالیا ۳۰ تنه پوځي مشاورین افغانستان ته رالېږي

8 جوزا 1396 ساعت 9:23

د استرالیا حکومت اعلان وکړ، چې ۳۰ تنه نور سلاکاران به هم افغانستان ته ولېږي، تر څو له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.


د استرالیا حکومت اعلان وکړ، چې ۳۰ تنه نور سلاکاران به هم افغانستان ته ولېږي، تر څو له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا حکومت ویلي، افغانستان ته یې د پوځي مشاورینو له لېږلو موخه د افغان ځواکونو روزنه، مشورې او د اړتیا پر مهال له هغوی سره مرسته ده.
د دغه سلاکارانو په راتګ سره به په افغانستان کې د استرالیا د پوځي مشاورینو او سرتېرو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېږي.
باید و ویل شي، چې د ناټو له غوښتنې وروسته دا لومړی هېواد دی، چې افغانستان ته یې د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه او اعلان وکړ.
ناټو درې ورځې وړاندې په یوه غونډه کې له خپلو غړو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د امنیت د کابو کولو او له افغان ځواکونو سره د مرستې په خاطر نور سرتېري دغه هېواد ته ولېږي.
د یادونې وړ ده پولنډ هم ښايي افغانستان ته نور سرتېري راولېږي.
په افغانستان کې د پولنډ نا استوګن سفیر توماس لوکاشوک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ناټو د وروستۍ پرېکړې له مخې ښايي د دغه هېواد ځواکونه په افغانستان کې ډیر کړل شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 94908

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/94908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com